تېر یو کال کې د سمنګان ولایتي روغتون کې شاوخوا (۳۲۰۵) وړیا جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۵:۲
MOPH

د یادو جراحي عملیاتونو له ډلې (۱۶۲۸) ستر او (۱۵۷۷) کوچني جراحي عملیاتونه دي، چې د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ په وړیا او بریالۍ توګه ترسره شوي دي.

د جراحي عملیاتونو ترڅنګ په دغه روغتون کې (۱۶۰۸۵۲) ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا (OPD) او (۱۸۱۷۱) ناروغانو ته داخل بستر (IPD) خدمات وړاندې شوي دي.