د لغمان ولایت علینګار ولسوالۍ د عمومي روغتون جوړولو د آفر پرانیستې پروسه ترسره شوه

rasooli_admin
Thu, Oct 09 2025 12:05 PM
MOPH

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج شیخ محمد طاهر حلیم، د تدارکاتو، اداري، مالي او حسابي ریاستونو او د ۱۲ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، وویل: «دغه پروسه په بشپړه توګه له شفافیت څخه برخمنه ده او موږ له هغه شرکت څخه چې بریالی کېږي، تمه لرو چې کارونه په پوره اخلاص، صداقت او دقیق او ټاکلي وخت د عامې روغتیا وزارت له شرطونو سره سم ترسره کړي؛ ځکه چې دا د عامه ګټو پروژه ده.»

بل لور، د ودانیزو شرکتونو استازو ژمنه وکړه، که په دې پروسه کې بریالي شي، د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم به عمل ترسره کړي.

د یادونې وړ ده د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونو جوړولو پلان لري چې د یادې پروسې تدارکاتي چارې دوام لري.

Latest news

Mon, Oct 12 2026 3:30 PM
Background image

Training Workshop for 150 Herbalists Begins in Kabul

A training workshop for 150 herbalists from Kabul and the provinces has commenced in Kabul at the initiative of the Ministry of Public Health’s Directorate of Traditional Medicine. . .

Mon, Oct 12 2026 3:23 PM
Background image

Pharmaceutical and Food Facilities Inspected in Pul-e-Khumri

The Monitoring and Inspection Team of the Baghlan Provincial Public Health Directorate inspected 33 pharmaceutical and food facilities in various parts of Pul-e-Khumri city.

During. . .

Mon, Oct 12 2026 3:18 PM
Background image

Ministry of Public Health Signs $153,000 MoU with WVI to Provide Healthcare Services in Herat

The Ministry of Public Health signed a 10-month Memorandum of Understanding (MoU) worth $153,000 with World Vision International (WVI) to provide mental health and primary healthcare. . .

BACK TO NEWS