د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت ملي انسټېټیوټ د (48500) قطعو د ډیجیټل اکسری اکفا فلمونه او (3000) قطعو ډیجیټل اکسری لکي فلــمونه درې درې بېلا بېلو اندازو ته اړتیا ده، چې د پېژندنــــې شمېره یې MOPH/NIR/NCB/1404/G1)) ده. او تړون یې د ( احساس هسپټال سپلای لیمتد) شرکت ته ورکړي، یا د شرکت د (20606 -0101) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (د کابل ښار پنځلسمه ناحیې اړوند پروان هوټل، خیرخانه شفا مارکیټ) کې دی، چې د تړون بیه یې (2999500) دوه میلیونه نهه سوه نهه نوي زره پنځه سوه افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کی دوی کولای شي، چې د تدارکاتو قانون پنځوسمي مادي سره سم خپله نیوکه په لیکي بڼه د لاملونو په ذکرکولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر اوو تقویمی ورځو د عامې روغتیا وزارت د راډیولوژي ملي انسټېټیوټ آمریت د خدماتو مدیریت ته چې د پل آرتل په سیمه کې د انکولوژي روغتون ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانونې پړاوونو تړ بشپړید و به تړون نه لاسلیک کېږي.