پکتیکا ولایت کې د ۳۰ روغتیايي مرکزونو واکسیناتورانو ته موټرسایکلونه وویشل شول
د یونیسیف نړیوالې ادارې له لوري د ۱.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د پکتیکا ولایت په ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو واکسیناتورانو ته ۳۰ عرادې موټرسایکلونه وویشل شول.
د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو وویل: دا موټرسایکلونه بېلا بېلو ولسوالیو ته د روغتیايي ټیمونو په تګ راتګ کې د اسانتیا په موخه وویشل شول.
