د کابل ولایت په جنوب کې له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره شو
دغه نظارت د عامې روغتیا وزارت د درملو، روغتیایي محصولاتو او خوراکي توکو د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د نرخونو کنټرول، احتکار او انحصار مخنیوی، کیفیت خوندیتوب او د روغتیایي قوانینو د تطبیق په موخه ترسره شو، په ترڅ کې یې ۴۰ درملتونونه څخه څارنه وشوه، چې ۶ درملتونونه د شپنۍ نوکریوالۍ نه عملي کلولو له امله وتړل شول.
د عامې روغتیا وزارت د ټولو درملتونونو له مسؤلینو څخه غواړي، چې د روغتیایي قوانینو په مراعتولو سره خپلو فعالیتونو ته دوام وکړي.
