د باميان ولايتي روغتون له لوري د روان ۱۴۰۴ لمریز کال له پيل څخه تر دې دمه  (۲۱۶۲) بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي

rasooli_admin
Sun, Mar 15 2026 11:55 AM
moph

د یادو عملیاتونو له ډلي ۴۱۴ ستر (Major) عملیاتونه او ۱۷۴۸ واړه (Minor) عملیاتونه دي، چې د مجربو، متخصصو او مسلکي ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي.

دا جراحي عملیاتونه د مسلکي اصولو او روغتیايي معیارونو په رعایت سره ترسره شوي، چې د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.

د یادونې وړ ده، چې په همدې موده کې (۱۳۳۱۵) تنه ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او (۲۲۶۸۹۵) تنه مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.

د دې روغتون ډاکټران د کاري تجربې، مسلکي تخصص او انساني ژمنتیا په لرلو سره تل هڅه کوي؛ څو ناروغانو ته معیاري، خوندي او پر وخت روغتیايي خدمات وړاندې  او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي په موخه اغېزمن ګامونه پورته کړي.