تېر کال د فراه په ولایتي روغتون کې (۳۵۵۳) بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي

rasooli_admin
Sat, May 23 2026 12:19 PM
moph

د یادو عملیاتونو له ډلي (۱۸۸۲) ستر عملیاتونه او (۱۶۷۱) واړه عملیاتونه دي، چې د مجربو ډاکټرانو له لوري تر سره شوي او د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.

د یادونې وړ ده، چې په همدې موده کې (۳۱۹۹۶) تنه ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او (۱۷۰۱۴۶) تنه مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.