د بدخشان عامې روغتیا ریاست د نظارت پر مهال ۲ د کېک او کلچو فابریکې وتړلې او له نېټې تېر درمل یې راټول کړل
د بدخشان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې ټیم د دغه ولایت روغتون ته څېرمه سیمه کې له یو شمېر رسټورانټونو، د کېک او کلچو توليدي کارخونو او ځینو روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره کړ
د دغه نظارت په پایله کې د حفظالصحې اصولو د نه مراعتولو له امله د کېک او کلچو ۲ فابریکې وتړل شوې او ۳۰۰ قلمه ناپاک لوښي راټول شول. سربېره پر دې، د یاد نظارت پر مهال ۱۵۰ قلمه له نېټې تېر درمل هم راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول.
