د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د صدري ابن سینا روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د دې روغتون اړوند ۱۵۰۰۰ د طبي اکسیجن هوا بالونونو برابرول او ډکولو پروژه د ۱۴۰۵ کال لپاره چې د حوالې نمبر یېMoPH/ISCH/1405/NCB/G-01) ده، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او اړوند شرطپاڼه په وړیا ډول د ابن سینا صدري روغتون د خدماتو مدیریت څخه ترلاسه کړي او خپله آفرونه د شرطپاڼې د مندرجاتو او د عقود قانون او اجرائیوي پړاوونو سره سم، په سر تړلي ډول د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۴۰۵/۰۳/۲۶ نېټې دوشنبې ورځ د سهار تر ۱۰ بجو پورې د ابن سینا صدري روغتون د کنفرانس خونې ته چې د کابل ښار د ۱۵ مې ناحیې په قصبې سیمه کې د ملي پراختیا شرکت ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
ناوخته رسېدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفرونو د پرانیستلو غونډه به د سه شنبې په ورځ د ۱۴۰۵/۰۳/۲۶ نېټه د سهار په ۱۰ بجو د ابن سینا صدري روغتون د کنفرانس په خونه کې ترسره کېږي.