کونړ ولایت کې څه باندې ۱۰۰ کیلوګرامه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول
د کونړ عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلتنې مسؤلینو د دې ولایت په بيلا بيلو ولسوالیو کې له خصوصي روغتیايي مرکزونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه څه باندې ۱۰۰ کیلوګرامه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول.
همدارنګه، د فعالیت جواز نه لرلو له امله یو روغتیایي کتنځی او یو لابراتوار هم وتړل شو.
