د آی سی یو مسؤل ننگرهار!

rasooli_admin
Thu, Oct 01 2026 11:05 AM
moph

Publish Date

Closing Date

دنده: د آی سی یو مسؤل ننگرهار

اړوند اداره: د جدي پاملرنې څانګې (ICU) پروژه

ولایت: ننګرهار

د دندې ځای: د ننګرهار حوزوي روغتون د جدي پاملرنې (ICU) څانګه

د بست شمېر: ۱                                                  

د قرارداد موده: یو کال (د تمدید وړ)

معاش: د NTA معاشاتو د نورم مطابق

تابعیت: افغان

جنسیت: نارینه/ ښځینه

د اعلان پیل نېټه:       ۱۴۰۵/۰۷/۹

د اعلان پای نېټه:      ۱۴۰۵  /۷/۱۷

د دندې لنډیز:

د جدي پاملرنې د څانګې مسؤل اساسې دندې د یادې برخې د ټولو فعالیتونو (مسلکي او اداري) رهبري او مدیریت دی. په دې کې د ICU د کارکوونکو اداره، اداري چارو تنظیم، د داخل خدمت او خارج خدمت کارکوونکو تخنیکي روزنه او د نوو کارکوونکو روزنه شامله ده. خو یاد مسؤلیتونه یوازې په همدې نه محدودېږي.

مسؤلیتونه:

  1. د جدي پاملرنې مناسبو او معیاري خدمتونو د وړاندې کولو ډاډمنول او د یادو خدمتونو د اړتیاوو مطابق دICU  مدیریت.
  2.  د هغو ناروغانو په درملنه کې مرسته او د ICU اړوند خدمتونو وړاندې کول چې د شدیدې ناروغۍ له امله جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
  3. د متخصصینو د رخصتیو پر مهال د جدي او ټاکل شوو خدمتونو په ادامه کې مرسته کول.
  4. د رسمي وخت څخه بهر دنده ترسره کول او په عاجلو او جدي مواردو کې د خدمتونو په وړاندې کولو کې همکاري.
  5. د مسلکي پرمختګ، ارزونې، تفتیش (Audit) او د کارکوونکو د اجراآتو په ارزونه کې ګډون کول.
  6.  مسؤل ته د اړتیا پر بنسټ د ځانګړو تخصصي ساحو د جوړولو او پراختیا تشویق او ملاتړ.
  7. د څانګې بستر شوو ناروغانو اړتیا ته په کتلو سره د ځانګړو تخصصي او مسلکي نوښتونو رامنځ ته کول او ورته انکشاف ورکول.
  8. له مسؤل څخه توقع کېږي چې د لویانو جدي ناروغي تشخیص او تداوي کړي.
  9. د رسمي دندو ترسره کول او په رسمي وخت کې د شخصي کلینیکي فعالیتونو څخه ډډه کول.
  10. د موجوده او نوو کارکوونکو تخنیکي او مسلکي روزنه.
  11. د ICU واقعاتو لپاره د تداوي پروتوکولونو جوړول او پراختیا ورکول.
  12. د هغو پروسیجرونو پروتوکولونه جوړول او انکشاف ور کول چې په ICU کې ترسره کېږي.
  13. د ټولو اداري فعالیتونو مدیریت.
  14.  په اړوندو غونډو کې ګډون.
  15. د اړتیا پر اساس، د اوونیزو، میاشتنیو او کلنیو راپورونو چمتو کول او د ICU پروژې آمریت ته سپارل.
  16. هغه نورې چارې ترسره کول چې د ICU پروژې لخوا یا د اړوند روغتون ریاست لخوا ورسپارل کېږي.

د راپور ورکولو لوری: د جدي پاملرنې څانګې پروژې آمریت / د اړوند روغتون ریاست.

تر امر لاندې کسان: د ICU څانګې متخصصین، هید نرس، نرسان، اداري همکار او خدماتي کارکوونکي.

د شاملېدو لازمي معیارونه او وړتیاوې:                                                        

  1. باید افغان تابعیت ولري.
  2. د راجستر شوي پوهنتون څخه د معالوي طب MD سند ولري.
  3. د عامې روغتیا وزارت یا د لوړو زده کړو وزارت له‌خوا تصدیق شوی د تخصص سند ولري.
  4. په عمومي داخل ، عمومي جراحي یا انستیزي کې تخصص سند ولري (عمومي داخله متخصص ته لومړیتوب ورکول کېږي).
  5. لږ تر لږه دوه کاله کاري تجربه د تخصص څخه وروسته په معالجوي برخو کې ولري.
  6. لږ تر لږه یو کال د مدیریت د مدیریت په برخه کې تجربه ولري (د روغتون او عمومي مدیریت تجربه ترجیح لري).
  7. تخنیکي او اداري مهارتونه ولري.
  8. د انګلیسي ژبې په لیک، لوست او ویلو کې مهارت ولري.
  9. د ټیمي کار کولو وړتیا ولري.
  10. د اغېزمنې اړیکې او افهام او تفهیم مهارتونه ولري.
  11. د کمپیوټر د آفیس پروګرامونو کارونه کې مهارت ولري.
  12. د انټرنټ د کارولو او د ویب ‌سایټونو د لټون وړتیا ولري.
  13. د درملنې د لاروښودونو د جوړولو او پراختیا وړتیا ولري.
  14. د فشار لاندې د کار کولو او د څو دندو د هم مهاله ترسره کولو وړتیا ولري.

ریفرینس: د یاد بست د ازموینې پوښتنې به د لاندې مرجع (کتاب) د محتوا پر بنسټ طرحه کېږي.

  1. مبادی مدیریت امور صحی (دوکتور خواجه میر اسلام “سعید” چاپ دوم)

"Paul L. Marino MD PhD FCCM - Marino’s The ICU Book_ Print + eBook with Updates (ICU Book Marino)-LWW (2013). (2

د اعلان لارښود

درنو کاندیدانو کولای شي خپل (CV) په لاندې برېښنالیک پته ولېږي، او یا هم د خپل (CV) هارډ کاپي د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د اعلانونو او کاري موندنې عمومي مدیریت ته وسپاري.

mophgdhr1444@gmail.com