د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوې پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عدلي طب ریاست د مرکز او ولایاتو لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ او تصویر اخیستنې وسایلو تهیه، تدارک او برابرولو پروژې تړون، چې د پیژندنې شمېره یې (MOPH/1405/NCB/G-2635) ده، (شرکت تجارتي و خدمات لوژستیکي محمد امین عزیزیږي) ته ورکړي، یاد شرکت د (109160) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (دوغ آباد ناحیه هفتم، مرکز کابل) کې دی او د تړون بیه (4,071,600) څلور میلیونه یو اویا زره شپږ سوه افغانۍ ده.
حقیقي او حکمي اشخاص د هر ډول نیوکو په صورت کې کولای شي، خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپریېدو نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو تدارکاتو آمریت، دوهم منزل، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
یادونه: دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.