د ارزګان له روغتیايي مرکزونو څخه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال لیدنه
د عامې روغتیا وزارت روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال ډاکټر حبیب الله آخندزاده د ارزګان ولایت له روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه وکړه او په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالی یې له نږدې وڅیړل.
د عامې روغتيا وزارت مرستيال وويل، چې د دغه ولايت روغتيايي مرکزونو ته يې د سفر موخه د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو ارزونه او د دغه ولايت د روغتيايي ننګونو حلول دي.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال د دغه ولایت د روغتیايي ننګونو د ارزونې پرمهال ژمنه وکړه چې د شته ننګونو په حل کې به همکاري کوي.
ډاکټر آخندزاده دغه راز د دغه ولایت له والي محمد خان دعوت سره هم وکتل او په دغه ولایت کې یې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو پر څرنګوالي خبرې وکړې.