په فاریاب ولایت کې د نسايي او ولادي ۵۰ بستریز روغتون تعمیر او دکتلوي معافیت تعمیر پرانیستل شو

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، مولوي محمد اسحق صاحبزاده له لوري په فاریاب ولایت کې د نسايي او ولادي ۵۰ بستریز روغتون تعمیر او د کتلوي معافیت تعمیر پرانیستل شو.
مالي او اداري معین، همدارنګه د میمنې له ۲۰۰ بستریز او پنځوس بستریز روغتونونو څخه لیدنه ترسره کړه او روغتیايي پرسونل ته یې د ستونزو د حل په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.