د عامې روغتیا وزیر، ډاکټر قلندر عباد په دوحه کې د افغانستان د روغتیا د لومړیتوبونو او د پولیو د محوې په اړه جوړ شوي مجلس کې ګډون وکړ

akbari_admin
Tue, Mar 21 2023 9:17 AM
د عامې روغتیا وزیر، ډاکټر قلندر عباد په دوحه کې د افغانستان د روغتیا د لومړیتوبونو او د پولیو د محوې په اړه جوړ شوي مجلس کې ګډون وکړ

په دې مجلس کې چې د قطر د روغتیا وزارت او بهرنیو چارو وزارت مرستیالانو د Bill Gates Foundation، روغتیا نړیوال سازمان او یونسیف حوزوي دفترونو استازو ګډون کړی و، د پولیو د محوې برسېره په سپینو ساحو کې د روغتونونو پر جوړولو بحث او خبرې وشوې.

د عامې روغتیا وزیر وویل، چې زموږ د روغتیا د برخې لومړیتوبونه واضح دي او زموږ د روغتیا د برخې همکاران باید خپلې مرستې په افغانستان کې رېښتیني روغتیايي اړتیاوو ته په کتو تنظیم او د موازي او د خدماتو د تضاعف  duplication څخه دې مخنیوی وکړي.

ښاغلي وزیر زیاته کړه چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت د پولیو د محوه کولو لپاره ژمن دی او زموږ همکاران دې هم د پایداره روغتیايي سیستم لپاره له موږ سره همکاري وکړي او هغه ژمنې چې له موږ سره کوي باید پلې یې کړي او خپل ټول فعالیتونه دې د لنډمهاله برنامو څخه پر اوږدمهاله او پراخ اغېز لرونکو برنامو متمرکز کړي؛ ترڅو ولسونو ته رېښتوني، دوامدار او با کیفیته روغتیايي خدمات و رسېږي.

ښاغلي وزیر همداراز وویل چې په افغانستان کې دې د پولیو د تشخیص لابراتوار چې د روغتیا نړیوال سازمان یې تېر کال د جوړولو ژمنه کړې وه، دا لابراتوار باید هر څه ژر جوړ شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د پولیو د برخې مسئول ډاډ ورکړ چې ددې میاشتې په جریان کې به تخنیکي ټیم د پولیو د تشخیص لابراتوار د جوړولو د ابتدايي کارونو د پیل په موخه له افغانستان څخه لیدنه وکړي.

د قطر د عامې روغتیا وزارت مرستیال او د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ډاډ ورکړ چی دوۍ د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره همکاریو ته ژمن دي او د روغتیایي پرسونل د روزنې د لنډ مهاله او اوږدمهاله پروګرامونو د چمتوالي په برخه کی مرسته وکړي او همدارنګه به د افغانستان روغتیايي سکتور ته د تخنیکي او مالي همکاریو د جلبولو او حق غوښتنه کې هم مرسته وکړي.

Latest news

Wed, Jan 14 2026 12:05 PM
Background image

Medicines Worth 2.8 Million Afghanis Were Donated to Several Hospitals in Nangarhar Province

The PU-AMI International Organization donated four sets of medicines worth 2.888 million Afghanis to the Bibi Fatima Al-Zahra Provincial Hospital for the Treatment of Infectious. . .

Wed, Jan 14 2026 9:56 AM
Background image

Deputy Minister of Public Health Attends International Health Cooperation and Immunization Meeting in Doha

The Deputy Minister of Public Health for Health Services, Mawlawi Abdul Wali Haqqani, and his delegation attended an international meeting in Doha, Qatar, during an official visit,. . .

BACK TO NEWS