د عامې روغتیا وزیر، ډاکټر قلندر عباد په دوحه کې د افغانستان د روغتیا د لومړیتوبونو او د پولیو د محوې په اړه جوړ شوي مجلس کې ګډون وکړ

akbari_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۹:۱۷
د عامې روغتیا وزیر، ډاکټر قلندر عباد په دوحه کې د افغانستان د روغتیا د لومړیتوبونو او د پولیو د محوې په اړه جوړ شوي مجلس کې ګډون وکړ

په دې مجلس کې چې د قطر د روغتیا وزارت او بهرنیو چارو وزارت مرستیالانو د Bill Gates Foundation، روغتیا نړیوال سازمان او یونسیف حوزوي دفترونو استازو ګډون کړی و، د پولیو د محوې برسېره په سپینو ساحو کې د روغتونونو پر جوړولو بحث او خبرې وشوې.

د عامې روغتیا وزیر وویل، چې زموږ د روغتیا د برخې لومړیتوبونه واضح دي او زموږ د روغتیا د برخې همکاران باید خپلې مرستې په افغانستان کې رېښتیني روغتیايي اړتیاوو ته په کتو تنظیم او د موازي او د خدماتو د تضاعف  duplication څخه دې مخنیوی وکړي.

ښاغلي وزیر زیاته کړه چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت د پولیو د محوه کولو لپاره ژمن دی او زموږ همکاران دې هم د پایداره روغتیايي سیستم لپاره له موږ سره همکاري وکړي او هغه ژمنې چې له موږ سره کوي باید پلې یې کړي او خپل ټول فعالیتونه دې د لنډمهاله برنامو څخه پر اوږدمهاله او پراخ اغېز لرونکو برنامو متمرکز کړي؛ ترڅو ولسونو ته رېښتوني، دوامدار او با کیفیته روغتیايي خدمات و رسېږي.

ښاغلي وزیر همداراز وویل چې په افغانستان کې دې د پولیو د تشخیص لابراتوار چې د روغتیا نړیوال سازمان یې تېر کال د جوړولو ژمنه کړې وه، دا لابراتوار باید هر څه ژر جوړ شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د پولیو د برخې مسئول ډاډ ورکړ چې ددې میاشتې په جریان کې به تخنیکي ټیم د پولیو د تشخیص لابراتوار د جوړولو د ابتدايي کارونو د پیل په موخه له افغانستان څخه لیدنه وکړي.

د قطر د عامې روغتیا وزارت مرستیال او د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ډاډ ورکړ چی دوۍ د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره همکاریو ته ژمن دي او د روغتیایي پرسونل د روزنې د لنډ مهاله او اوږدمهاله پروګرامونو د چمتوالي په برخه کی مرسته وکړي او همدارنګه به د افغانستان روغتیايي سکتور ته د تخنیکي او مالي همکاریو د جلبولو او حق غوښتنه کې هم مرسته وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۱۱:۱۷
Background image

په هرات ولایت کې ۵۲ روغتیايي کارکوونکو ته د غیرې ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په موخه څلور ورځنی روزنیز ټریننګ ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د غیرې ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي ریاست له لوري د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ د هرات ولایت ۵۲ روغتیايي کارکوونکو ته د غیر ساري ناروغیو د کنټرول، مخنیوي،. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۱۱:۳
Background image

پکتیا ولایت کې د روغتیایي خدماتو څخه څارنه تر سره شوه

د پکتیا ولایت عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري د مرکز ګردېز ښار د یو شمېر کتنځایونو، خصوصي لابراتوارونو او غاښونو کتنځایونو څخه نظارت ترسره شو، چې په پایله. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۹:۵۳
Background image

په زابل ولایت کې یو شمیر کتنځایونه د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول

د زابل ولایت عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې تیم له لوري د دې ولایت د مرکز له یو شمېر خصوصي درملتونونو، لابراتوارونو او غاښونو کتنځایونو څخه نظارت ترسره شو، چې په پایله. . .

BACK TO NEWS