د ماشومانو د زړه جراحۍ پروژه
د پروژې نوم : د ماشومانو د زړه جراحۍ پروژې آمریت
د پروژې کوډ شمیره: ۳۷۰۹۰۷
د پروژې مسول: د معالجوي طب لوی ریاست
د پروژې آدرس: کابل
اجرائیوي لنډیز:
د دې آمریت اساسي موخه د ماشومانو د زړه د جراحۍ او اړوندو خدمتونو تدریجي پراختیا، د ناروغانو عادلانه لاسرسی، د بشري سرچینو د ظرفیت لوړول، د زیربناوو او تجهیزاتو پیاوړتیا، د فوق تخصصي خدمتونو لپاره د مناسب چاپیریال برابول او د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د اسلامي امارت تر ولکې لاندې د ماشومانو د زړه د جراحۍ د نویو مرکزونو رامنځته کول دي.
د پروژې د جوړیدو شالید او اړتیاوې : د زړه جراحي پروژې آمریت په ۱۳۹۷ هـ/ش کال کې د عامې روغتیا وزارت لخوا رامنځته شو چې اړمن ماشومانو ته د زړه د تشخیص، درملنه او جراحي خدمات په هیواد کې دننه وړاندې کړ. او په لومړی ځل یې په ۱۳۹۹ ه/ش کال د یو ماشوم د زړه بریالی عملیات ترسره کړ.د ماشومانو د زړه حراحۍ د درملنې پروژې له جوړیدو وړاندې د هیواد په دولتي او خصوصي سکتورونو کې د زړه د جراحۍ خدمتونه په منظم ډول شتون نه درلود.د زړه د سوري او نورو بېلابیل قلبي ناروغان اړ وو، چې د افغاني سرې میاشت ټولنې ته او د سره صلیب نړیوالی کمېټې له لورې د درملنې لپاره بهرنیو هیوادونو ته واستول شي. او یا د اړینو امکاناتو د نشتوالي او د زړه خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله له جدي او ناوړه روغتیايي پایلې سره مخ کیدل.
د زړه د ناروغیو د پېښو د زیاتوالی، د کورنیو د اقتصادي محدودیتونه تخصصي روغتیايي پاملرنې ته د اړتیا زیاتېدو او د مړینې د مخنیوۍ او کمولو د اهمیت په پام کې نیولو سره د عامې روغتیا وزارت د ماشومانو د زړه جراحۍ پروژه د دې برخې د تخصصي خدمتونو په چوکاټ کې د یوه ملي لومړیتوب په توګه رامنځته کړه.
دغه آمریت اوسمهال په لومړنیو پړاونو کې دی او تمه کیږي چې په نږدې راتلونکي کې به په تدریج سره په یوه ملي پروګرام بدل شي.
د پروژې پېژندنه:
د ماشومانو د زړه جراحۍ د پروژې آمریت د معالجوي طب لوی ریاست په چوکاټ کې فعالیت کوي او د هیواد په کچه د زړه د تخصصي خدمتونو د پروګرام جوړونې، پراختیا او وړاندې کولو مسؤلیت پر غاړه لري. دې پروژې په تېرو کلونو کې خپل فعالیت له لومړني پړاو څخه پیل کړی او د زړه د ځانګړي وارډ د شدیدو مراقبتونو (ICU) وارډ د جوړولو، د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د زړه سوري د جراحۍ عملیاتونه د زیاتوالي او بیلابیلو قلبي ناروغیو د درملنې له لارې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي دي۔ دغه پروژه د قلبي او وعايي ناروغیو د درملنې خدمتونو د وړاندې کولو ترڅنګ، اوس هوډ لري چې لاندې تخصصي او فوق تخصصي روغتیايي خدمتونه هم وړاندې کړي.
- د زړه ناروغان او ورته د قلبي ناروغیو لپاره معیارې روغتیايي خدمات د هیواد په کچه برابرول .
- د هیواد پلازمینه کابل کې د یو تخصصي مرکز ترڅنګ د ۴ نورو مرکزونو جوړېدل
- د عاجل او بېړنۍ (ICU) وارډونه جوړول ۔
- پراختیا او ناروغانو ته د زړه جراحیو خدمتونه اسانتیاوې برابرول.
لیدلوری:
د ماشومانو د زړه جراحي خدمتونه وړاندې کولو په برخه کې پراختیا او نوښت؛ ترڅو دا مرکز د زړه د پرمختللو او معیاري جراحي خدماتو ملي مرجع وګرځي او د هیواد په کچه د زړه په ناروغیو اخته ناروغانو اړتیاوو ته ځواب ووایې او د فوق تخصصي خدمتونه د پراختیا لپاره بنسټ برابر کړي.
ماموریت: د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب د محترم ریاست تر چتر لاندې، د ماشومانو د زړه جراحي څانګه ژمنه ده چې د معیاري او پرمختللو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو، ستراتیژیکو پلانونو پلي کولو او د تخصصي ظرفیتونو لوړولو له لارې خپلو موخو ته ورسیږي.
ارزښتونه:
- ناروغانو ته د روغتیایي خدمتونه د عادلانه لاسرسي تامین
- د روغتیايي خدمتونو د کیفیت او مسولیت لوړول
- اداري روڼتیا او حساب ورکوونه
- د ناروغانو او مراجعینو د کرامت ساتنه او د مسلکي اخلاقو رعایت
- له سرچینو اغېزمنه او موثره ګټه اخیستنه
- د ملي ظرفیتنو پراختیا او پیاوړتیا
د پروژې ځانګړې موخې :
- په هیواد کې د ماشومانو د زړه د ولادي او اکتسابي ناروغیو لپاره معیاري د زړه جراحي برابرول .
- هیواد کې د زړه د ناروغیو له امله د مور او ماشوم د مړینې کچه راکمول.
- د هیواد دننه د ماشومانو د زړه جراحۍ ظرفیت لوړول.
- بهرنیو هیوادونو ته د زړه ناروغانو د استولو اړتیا کمول.
- له نړیوالو معیارونو سره سم د ماشومانو د زړه د جراحۍ یو دوامداره او باکیفیته مرکز یا برنامه رامنځته کول.
نوښتونه :
- په آی سی یو او عملیات خونو کې د آکسیجن رسولو سیستم برابرول.
- قلبي پروژې لپاره د رسمي ویب سایټ د عامې روغتیا وزارت اړوند ادارو لخوا جوړول
- د پروژې لپاره د ډیجیتل او انالوګ ټیلیفون سیستم جوړول.
- د قلبي پروژې لپاره د ۵ کارډیک مانیټورونه د عامې روغتیا وزارت لخوا برابرول.
- د قلبي ناروغانو پروژې لپاره د ۲ پایه وینټیلاټور برابرول .
- د اداري پرسونل لپاره اداري دفاتر چمتو کول.
- پرسونل د ظرفیت لوړونې او ټریننګ لپاره د ټریننګ خونه برابرول.
- د پروژې ناروغانو لپاره د لفټ اسانتیا برابرول.
د پوښښ لاندې واحدونه او څانګې
- انستیزې څانګه
- OPD څانګه
- IPD څانګه
- ICU څانګه
- د زړه د جراحي څانګه
د فعالیتونو چارچوب یا منظم جوړښت :
- هغه ماشومان چې د زړه په ناروغیو اخته دي د هغو ارقامو معلومات ثبت او راجسترول.
- د هر ناروغ لپاره د زړه جراحۍ یا عملیات یو منظم پلان جوړول.
- جراحي عملیاتونه ترسره کول.
- له عملیات وروسته هر ناروغ ته سمه پاملرنه او په وخت ورته رسېدنه.
- د ظرفیت لوړونې په موخه مسلکي کارمندانو ته د زړه په برخه کې سیمینارونو او ټرینینګونه ترسره کول.
- د هېواد په کچه د ایکو برخه کې ټرینران او ځوان کادرونه روزل.
د پروژې عمومي پایله:
- د هیواد په کچه د زړه جراحي ناروغیو د مراکزو رغول.
- د هیواد په کچه د جراحي ناروغیو مراکزو ته تجهیزات او درملو تهیه او برابرول.
- دهیواد په کچه د ماشومانو د زړه ناروغیو کچه کمول.
- دماشومانو لپاره د زړه جراحۍ تحصصي او معیاري خدماتو ته د لاسرسي اساتیاوې برابرول.
- په هیواد دننه د ماشومانو د زړه جراحۍ ظرفیت لوړول.
- په هیواد کې دننه د ماشومانو د زړه په برخه کې د تخصصي کادرونو وړتیا لوړول او روزل.
- په هیواد کې دننه د زړه په ناروغیو د اخته ماشومانو معلومات ثبت کول.
- د ماشومانو د زړه ناروغیو معیاري تشخیص او درملنه .
- د ماشومانو د زړه ناروغیو د روغتیايي خدماتو د کیفیت او اغیزمنتیا لوړول.
- ماشومانو ژوند ته ځانګړۍ پاملرنه او د هغوی د راتلونکي روغتیایي وضعیت ښه کول.
کلنۍ لاسته راوړنې :
- په ۱۴۰۴ه/ش کال کې ۳۰۴۱ تنه په زړه ناروغۍ اخته ماشومانو ته ایکو ترسره شوی.
- ۲۰۰ ماشومانو ته د زړه بریالي عملیاتونه ترسره شوي دي.
د ۱۴۰۵ مالي کال د پروژې د تمې وړ لاسته راوړنې:
- ۱۰۰۰۰ تر ۱۵۰۰۰ ماشومانو ته د ایکو پروسیجر ترسره کول.
- ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ د زړه په ناروغۍ اخته ماشومانو ته د زړه جراحي عملیاتونه ترسره کول او بسترول .
- هرې څانګې ته په نوبت سره د ظرفیت لوړونې سیمینارونه او ټریننګ برابرول چې ځینې يې دوام لري .
- د کتلب ماشین پروژې بشپړول.
- د زړه برخه کې روغتیايي خدماتو د پراخوالي په موخه د طبي تجهیزاتو ، طبي ملزمې او درملو برابرول او د تدارکاتو ریاست لخوا پیرل.
- د زړه جراحي پروژې آمریت ته د یو منظم تشکیل جوړول.
- د زړه جراحي پروژې آمریت مربوطه ټولې څانګې د بیات ودانۍ کې تنظیمول.
- د زړه پروژې لپاره د یو طبي مجهز لابراتوار برابرول.
- د زړه پروژې لپاره ۱۰ بستریزه ICU او پرسونل برابرول.
- د زړه پروژې لپاره مجهز فارمسي دیپارټمنت برابرول.
- آمبولانس تهیه کول.
- د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ د قطر هیواد له روغتیايي همکارانو او د زنځیر امید مؤسسې سره د ماشومانو د زړه جراحۍ پروژې د ملاتړ او پیاوړتیا په موخه د اغېزمنې همغږۍ او همکارۍ رامنځته کول.
- د عامې روغتیا وزارت د عامه اړیکو قدرمن ریاست سره د زړه د جراحۍ پروژې آمریت فعالیتونه او لاسته راوړنې شریکول؛ ترڅو هېوادوال خبر شي.
- د زړه جراحۍ پروژې لپاره رسمي مجله ترتیب او تنظیمول.
- د افغاني سرې میاشت ټولنې سره د ایکو ناروغانو د معاینې په موخه مالي قرارداد ترسره کول.
ترتیب کونکي : د زړه جراحي ناروغیو د پروژې آمریت
تخنیکی مرستیال : ډاکټر محمد شفیق (امین)
د اړیکی شمیره: 0093-785907902