د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي ډاکټر قلندر عباد، د بېل ګېټس بنسټ د نړیوالې پرمختیا رئیس کرېس الیاس او د سویلي اسیا لپاره د یونیسف ادارې سیمه ییز رئیس سنجی ویجیسیکیرا سره لیدنه ترسره ترسره کړه

akbari_admin
Sat, Dec 09 2023 9:51 AM
د عامې روغتیا وزیر ښاغلي ډاکټر قلندر عباد

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي ډاکټر قلندر عباد وویل: ( موږ د نړیوالو ادارو له ملاتړ څخه منندوی یو، د پولیو د له منځه وړلو لپاره یوازې واکسین نه؛ بلکې دوامداره واکسینونه، لومړني روغتیايي خدمتونه، خوارځواکۍ اړوند خدمتونه، عامه پوهاوی او نورو اساسي برخو پیاوړتیا ته اړتیا شته.)

د یادې ناستې پر مهال د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز تخنیکي ټیم د پولیو پروګرام د پرمختګونو، لاسته راوړنو، شته غبرګونونو او راتلونکو پلانونو په اړه ځانګړی پرېزنټېشن وړاندې کړ.

په پای کې د عامې روغتیا وزارت او نړیوالو شریکانو په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ بشپړ ختمولو په اړه خپلې ژمنې تازه کړې او ویې ویل، چې تر هغه به خپلې هڅې کوي چې دغه بدمرغه ناروغي په بشپړه توګه له منځه لاړه شي

Latest news

Wed, Apr 29 2026 10:46 AM
Background image

Hafiz Dr. Naeemullah Ayoubi Leads Delegation in Bangladesh to Boost Pharmaceutical Cooperation

During an official visit to Bangladesh, a technical delegation from the Afghanistan Food and Drug Authority of the Ministry of Public Health, led by Hafiz Dr. Naeemullah Ayoubi,. . .

BACK TO NEWS