د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي ډاکټر قلندر عباد، د بېل ګېټس بنسټ د نړیوالې پرمختیا رئیس کرېس الیاس او د سویلي اسیا لپاره د یونیسف ادارې سیمه ییز رئیس سنجی ویجیسیکیرا سره لیدنه ترسره ترسره کړه

akbari_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۹:۵۱
د عامې روغتیا وزیر ښاغلي ډاکټر قلندر عباد

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي ډاکټر قلندر عباد وویل: ( موږ د نړیوالو ادارو له ملاتړ څخه منندوی یو، د پولیو د له منځه وړلو لپاره یوازې واکسین نه؛ بلکې دوامداره واکسینونه، لومړني روغتیايي خدمتونه، خوارځواکۍ اړوند خدمتونه، عامه پوهاوی او نورو اساسي برخو پیاوړتیا ته اړتیا شته.)

د یادې ناستې پر مهال د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز تخنیکي ټیم د پولیو پروګرام د پرمختګونو، لاسته راوړنو، شته غبرګونونو او راتلونکو پلانونو په اړه ځانګړی پرېزنټېشن وړاندې کړ.

په پای کې د عامې روغتیا وزارت او نړیوالو شریکانو په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ بشپړ ختمولو په اړه خپلې ژمنې تازه کړې او ویې ویل، چې تر هغه به خپلې هڅې کوي چې دغه بدمرغه ناروغي په بشپړه توګه له منځه لاړه شي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۳۵
Background image

د ارزګان ولایت په ترینکوټ ولایتي روغتون کې د روغتیايي خدماتو پراختیا په موخه د هیموډیالیز دوه نوي ماشینونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

دغه ماشینونه د ارزګان عامې روغتیا ریاست په هلو ځلو د یو ملي سوداګر په مالي همکارۍ اخیستل شوي، چې د هیموډیالیز خدماتو په پراختیا او بشپړتیا کې به ځانګړی رول ادا کړي.

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۳:۴۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست مسؤلينو له لوري د کابل ښار په لسمه ناحیه کې له یو شمېر هوټلونو او نانواییو څخه نظارت ترسره شو

په دغه نظارت کې د هوټلونو او نانواییو مسؤلينو او کارکوونکو ته د حفظ الصحې ساتنې او خوندیتوب په موخه اړینې لارښوونې او سپارښتنې وشوې او هم ورته ګڼ روغتیایي معلومات ورکړل شول.

همدارنګه،. . .

BACK TO NEWS