د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د بلخ ولایت له سیمه‌ ییز روغتون څخه لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۹
MOPH

په دې لیدنه کې چې د بلخ عامې روغتیا رئیس، الحاج رحمت الله منصور یې هم ملتیا کوله، د عامې روغتیا وزیر د ناروغانو احوال واخیست، له روغتیايي کارکوونکو سره یې خبرې وکړې او هغوی ته یې د معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه سپارښتنې وکړې.

ښاغلي وزیر همداراز، د ناروغانو د ستونزو اورېدو تر څنګ د روغتیايي خدمتونو پر ښه والي ټینګار وکړ او ویې ویل: د ناروغانو درملنه د روغتیايي سکتور اساسي مسؤلیت دی، روغتیايي کارکوونکي باید له مراجعینو سره د مسلکي اصولو او انساني ارزښتونو له مخې چلند وکړي او هڅه وکړي، چې خلکو ته پر وخت او اغېزمن خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS