د عامې روغتیا وزیر محترم مولوي نور جلال جلالي ژوند لیک!

Minister of Public Health

 

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ښاغلی،مولوي نور جلال جلالي د مرحوم ګل جان شينواري زوی او د مرحوم حبیب جان شینواري لمسی چې  په ۱۳۴۸ لمریز کال په یوه متدینه او جهاد پروره کورنۍ کې د کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ په لاحسین کلي کې زيږیدلی دی.

د ښاغلي جلالي ټول ژوند د جهاد په سپیڅلې لاره او د خدای د دین په خدمت کې تېر شوی دی.

الحاج نورجلال جلالي په افغانستان د سره پوځ له تېري راهیسې د اشغالګرو په وړاندې مبارزې ته راوتی او د لوېدیځ او ناټو ترماتې یې د دین او هېواد دفاع کړې ده.

لومړنۍ زده کړې یې د خپل کلي په جومات او د قران کریم حفظ او تر لویې دورې پورې اسلامي تعلیمات یې د هجرت په دوران کې داسې مهال ترسره کړي چې کله به له مجاهدینو سره په سنګر کې و او کله به د الله د دین د زده کړې په موخه د اسلامي تعلیماتو په حلقو کې ناست و.

د اسلامي امارت په را څرګندېدلو د اسلامي امارت په بېلابېلو جبهو کې یې په فراه او نیمروز ولایتونو کې د جهاد سپیڅلې مبارزه مخته وړله چې د یادو ولایتونو له فتحې وروسته یې د فراه د امنیت  د آمر په توګه خپل رسمي مسؤلیت پيل کړ.

په ۱۳۷۶ لمریز کال د اسلامي امارت  په لاس د کابل له فتحې وروسته د اسلامي امارت د مشرتابه د باور له مخې د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال وټاکل شو.

همداراز یې د خدمت دغه مزل د اسلامي امارت د لومړۍ دورې تر پای پورې د پکتیکا د والي په توګه وغځاوه.

 په افغانستان د امریکا د تيري د پيل په مهال او د اسلامي امارت د بیا راپورته کېدو په وخت تر ۲۰۰۳ زیږدیز کال پورې یې د اسلامي امارت له لوري د کنړ د والي او د اسلامي امارت د نظامي کمیسون د غړي په توګه خپل مسؤلیت ترسره کړی دی.

په ۲۰۰۳ زېږديز کال اشغالګرو امریکایانو ونیو چې تر ۲۰۰۸ ز کال پورې یې د خپل ژوند ۵ کاله د بګرام په کرغېړن زندان کې د وطن ازادۍ ته نذرانه کړل.

له زندانه تر ازادېدو وروسته یې له ۲۰۰۹ ز کال څخه د اسلامي امارت د بري تر ورځې پورې د اسلامي امارت  د جنوبي حلقې د مرکزي کمیسیون د مشر په توګه د مسؤلیت پیټی په اوږو کړی و.

همداراز د ازادۍ د لارې د دغه مزل په اوږدو کې د یو کال لپاره د ننګرهار د نظامي والي په توګه او د دوو کلونو لپاره د پکتیا د نظامي والي په توګه ټاکل شوی و.

دغه راز د اسلامي امارت د جهاد او مبارزې په وروستیو کلونو کې د اسلامي امارت د مرکزي نظامي کمیسیون د مرستیال همداراز د اقتصادي کمیسیون د سرپرست او په قطر کې د دوحې د مذاکراتو د غړي او د دوحې د دفتر د غړي په توګه لوی مسؤلیتونه ورسپارل شوي وو.

د اسلامي امارت د بري او دویمې دورې په راتګ سره د اسلامي امارت د عالي مقام د (۱) لومړۍ ګڼې او  ۱۴۴۳/۲/۱۵ نېټې فرمان پر بنسټ د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال و ټاکل شو؛ چې تر څنګ یې د کورنیو چارو وزارت د کفیل په توګه خپله مقدسه دنده مخته وړې.

په کورنیو چارو وزارت کې د اداري مرستیال او کفیل په توګه د دوه نیم کلن بریالي ماموریت راوروسته د عاليقدرامیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة الله اخند زاده حفظه الله د (۳۱) ګڼې او ۱۴۴۵/۱۱/۲۳ نیټې فرمان پر بنسټ د عامې روغتیا وزارت د سرپرست وزیر په توګه وټاکل شو او لا خدمت ته ادامه ورکوي.