د عامې روغتیا وزارت تخنیکي پلاوي په بنګلادیش کې د درملو شرکتونو سره د همغږۍ ناسته وکړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
moph

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، حافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي په مشرۍ بنګلادیش هېواد ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د درملو تولیدي فابریکو او روغتیايي محصولاتو شرکتونو له استازو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د ياد سفر موخو، افغانستان ته د درملو او روغتیايي محصولاتو صادرولو لپاره د نویو اسانتیاوو معرفي کولو، د درملو ثبت بهیر د تشریح او توکو لومړني قیمت لیک (Proforma Invoice) د صادرېدو څرنګوالي په اړه بحث او خبرې تر سره شوې.

همدارنګه، حافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي د سوداګرو او واردوونکو لپاره د ویزو صادرېدو بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ او د درملو صنعت برخو کې یې پانګوال وهڅول تر څو افغانستان کې پانګونه وکړي ځکه اوس تر بل هر وخت دلته د پانګونې زمینه برابره ده.

بل لور، د تولیدي شرکتونو استازو هم د همکاريو لپاره خپل چمتووالی څرګند او د باکیفیته محصولاتو وړاندې کولو ژمنه یې وکړه.

د دې ناستې په پای کې د خوړو او درملو تخنیکي پلاوي د ګډونوالو پوښتنې او ستونزې واورېدې او ډاډ یې ورکړ، چې د موجوده ننګونو د حل او د همکاریو بهیر ښه والي لپاره به لازم اقدامات ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS