د عامې روغتیا وزارت اړوند، غزني ولایت سیمه ییز روغتون د روان ۱۴۰۳ هـ ش کال لومړیو دریو میاشتو په ترڅ کې (۱۹۲۱) جراحي عملیاتونه ترسره کړي
په دغه جراحي عملیاتونو کې ۹۸۰ کوچني او ۹۴۱ یې ستر عملیاتونه وو، چې د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ په بېلا بېلو روغتیايي برخو کې په بریالۍ توګه ترسره شوي.
په یاد روغتون کې همداراز (۳۱۹۱۸) ناروغانو ته سراپا (OPD) او (۲۰۴۶) تنو ته داخل بستر(IPD) خدمات وړاندې شوي دي.
سربېره پر دې (۶۷۱۰) تنو ته لابراتواري، (۱۹۳۵) تنو ته تلویزیوني او (۳۴۶۷) تنو ته اکسری خدمات وړاندې شوي دي.