د ۲۵ قلمه مصرفي طبي موادو د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
ګڼه: MOPH/NBB/NCB/G01/1403
د وینې ملي بانک آمریت ټولو په شرایطو برابرو دواطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ۲۵ قلمه مصرفي طبي موادو د تهیه او تدارک کولو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.
داوطلبان کولای شي د شرطپاڼې سافټ کاپي په وړیا ډول لاسته راوړي او د 30 / 07 / 1403 څخه تر 20 / 08 / 1403 نېټې پورې خپل وړاندیزونه په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو سره سم په سر تړلي بڼه د 21 / 08 / 1403 نېټه دوشنبې ورځ د سهار په لس بجو د وینې بانک آمریت اړوند، د خدماتو مدیریت ته، چې د لومړۍ ناحیې کې د مرکزي پولي کلنیک ترڅنګ قرار لري وسپاري.
ناوخته رسېدلي او انټرنیټي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.
تضمین د یو اعتبار لرونکي بانک څخه (۲۵۰۰،۰۰) دوه سوه پنځوس زره افغانۍ دی.