د تړون ورکړې خبرتیا!

Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د میکانیزم تقویتي پروژې د اړتیا وړ(۷۳) قلمه مصرفي طبي توکوچمتو کول او تدارک کړي چې د ریفرینس شمېره یې (MOPH/sehatmandi/SM/1403/NCB/G09) ده تړون د (برادران اکبری لمیتد)شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (۵۶۵۷--۰۱۰۱) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (خیرخانه، دوهمه حصه مرکزكابل) کې دی.
د تړون لومړنۍ بیه ۶،۶۶۶،۶۶۶)شپږ میلیونه شپږ سوه شپږ شپیته زره شپږ سوه شپږ شپیته افغانۍ دی.
د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د دلایلوپه ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.