د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د عامې روغتیا وزارت اړوند د ملاریا او نورو نقلوونکو ناروغیو ملي پروگرام د اړتیا وړ (د ډینګي ناروغۍ د تشخیص لپاره تشخیصیه ټسټونو مواد) چې د (GOV/MOPH/CDCD/MVDP/CF/NCB/G44/1403) شمېرې لرونکی ده داوطلبۍ په پروسه کې یې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د فلش یا حافظې له لارې د اجناسو او غیرې مشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت اړوند، د درملو لوی مدیریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرز العمل سره سم په سر تړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره سم ۲۱/۰۹/۱۴۰۳ نېــټه، چهارشنبې ورځ سهار تر 10:00 بجو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستې خونې ته، چې د وزیر محمد اکبر خان مېنه کې د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه قرار لري وسپاري.
ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه(آفرونه) د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه (۳۰،۰۰۰) دېرش زره افغانۍ دی.
او د آفر پرانیستلو غونډه د ۲۱/۰۹/۱۴۰۳ نېــټه، چهارشنبې ورځ سهار په 10:00 بجو د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې ترسره کېږي.