د یو شمیر ولایتونو روغتیایي کارکوونکو ته د (DHIS2) ملي اپلیکیشن په اړه درې ورځنی ټرینینګ ورکړل شو
د عامې روغتیا وزارت د څارنې او ارزونې عمومي ریاست اړوند د روغتیايي معلوماتو د اداري سیستم (HMIS) آمریت له لوري د مرکز کابل، غزني، دایکندي او بامیان ولایتونو روغتیايي کارکوونکو ته د (DHIS2) ملي اپلیکیشن په اړه درې ورځنی ټرینینګ ورکړل شو.
دغه ټرینینګ چې د ګلوبل فنډ ادارې په همکارۍ د غزني عامې روغتیا ریاست کې جوړ شوی و، په کې د یادو ولایتونو د روغتیایي معلوماتو ((HMIS، ملاریا او نري رنځ ۱۶ تنو روغتیايي کارکوونکو ته د (DHIS2) ملي اپلیکیشن د مؤثرې استفادې، لاسرسي، د معلوماتو د کیفیت تضمین او د کارونکو د حسابونو بیا کتنې په اړه معلومات ورکړل شول.
په یاد ټرینینګ کې د (HMIS) آمریت ټرینرانو له خوا ګډونوالو ته د معلوماتو د غوره مدیریت، په دقیق ډول د کړنو راپور ورکول او د ارقامو د شننې په برخو کې خپل چمتو شوي درسي مواد په عملي او نظري بڼه شریک کړل.