پکتیا کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت ترسره شو
د پکتیا عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري په مرکز ګردېز ښا ر کې له یو شمېر درملتونونو، کلینیکونو او کتنځایونو څخه نظارت ترسره شو، چې په پایله کې یې دوه درملتونونه د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شو او ۶۷ قلمه له نېټې تېر درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه اړوند ځای ته ولېږدول شول.
د کلینیکونو مسؤلینو ته همداراز لازمې سپارښتنې وشوې؛ ترڅو ناروغانو ته معیاري خدمتونه وړاندې کړي.