د عامې روغتیا وزارت په ختیځ زون کې د پولیو جزوي زرقي (fIPV) او څاڅکو (OPV) واکسین ګډ کمپاین پیل کړ
رسنیزه اعلامیه
بسم الله الرحمن الرحیم
د عامې روغتیا وزارت په ختیځ زون کې د پولیو جزوي زرقي (fIPV) او څاڅکو (OPV) واکسین ګډ کمپاین پیل کړ
۷ ربیع الاول ۱۴۴۷ / ۸ وږی ۱۴۰۴ - د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د ختیځ زون اړوند په ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې د پولیو (ګوزڼ) ناروغۍ ضد ګډ کمپاین پیلوي چې د پولیو جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) په کې تطبیقېږي. دغه کمپاین په دریو پړاونو کې پلی کېږي چې موخه یې د پولیو ناروغۍ له ګواښ څخه له ۵ کلونو د کم عمر ماشومانو خوندي کول دي.
- لومړی پړاو: د ۲۰۲۵ ز کال د اګست میاشتې له ۳۰مې د سیپټمبر تر ۵مې نېټې د ننګرهار په بهسود، بټيکوټ، سرخرود، خوګیاڼي ولسوالیو او جلال اباد ښار کې؛ د لغمان ولایت په مهترلام ښار او د کونړ ولایت په اسعد اباد ښار کې.
- دویم پړاو: د ۲۰۲۵ ز کال د سیپټمبر میاشتې له ۲۷مې د اکتوبر تر ۳مې نېټې د ختیځ زون په ۲۰ ولسوالیو کې.
- درېیم پړاو: د ۲۰۲۵ ز کال د اکتوبر میاشتې له ۱۸مې تر ۲۴مې نېټې د ختیځ زون په ۲۳ ولسوالیو کې.
ټاکل شوې ده، دغه کمپاین نږدې ۱،۴میلیونه له پنځو کلونو د کم عمر ماشومان تر پوښښ لاندې راولي.
- د پولیو جزوي زرقي واکسین (fIPV): له ۴ تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو ماشومانو ته د یوې بېستنې عصري وسیلې (جټانجکټر/Jet Injector) له لارې تر پوستکي لاندې تطبیقېږي.
- د پولیو د څاڅکو واکسین (OPV): له زېږون تر ۵ پنځه کالو عمر لرونکو ماشومانو ته د خولې له لارې ورکول کېږي.
د پولیو جزوي زرقي واکسین (fIPV) د معافیت لوړولو له لارې د پولیو وحشي ویروس خپرېدو د خطر په کمولو کې مهم رول لوبوي او د هغو ماشومانو معافیت لا پیاوړی کوي چې مخکې یې د پولیو د څاڅکو واکسین (OPV) اخیستی وي.
د عامې روغتیا وزیر الحاج مولوي نور جلال جلالي وايي: «د عامې روغتیا وزارت، د پولیو (ګوزڼ) ناروغۍ له ګواښ څخه د هېواد د هر ماشوم خوندیتوب ته ژمن دی، د دغه کمپاین له لارې غواړو د ختیځ زون ټولو ماشومانو ته د پولیو جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ورسوو، د هغوی معافیت پیاوړی کړو څو د پولیو ناروغۍ له منځه وړلو ته یو ګام نور هم نږدې شو.»
له پولیو سره په مبارزه کې د ټولنې د هر غړي ملاتړ ډېر مهم دی. والدین او کورنۍ باید د هر کمپاین پر مهال د خپلو ماشومانو په واکسینولو هغوی له تلپاتې فلج څخه خوندي کړي. مشران باید د خپلو سیمو خلک وهڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي او د واکسین د ټیمونو ملاتړ وکړي څو کمپاین په ښه توګه پلی شي.
د واکسین ټیمونه به د کمپاین په اوږدو کې په ټاکل شوو ځایونو کې موجود وي. له والدینو او د کورنیو له مشرانو غوښتنه کېږي چې له دغو ځایونو ځانونه خبر کړي او خپل له پنځو کلونو د کم عمر ټول ماشومان د واکسین لپاره ورولي.
د لازیاتو معلوماتو لپاره:
ډاکټر شرافت زمان امرخیل
مبایل: +93778294966
ایمیل: info.access@moph.gov.af