هرات ولایت کې د خوراکي توکو له یو شمېر فابریکو، روغتونونو او درملتونونو څخه نظارت تر سره شو

یاد نظارت، چې د هرات عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت مسؤلینو له لوري تر سره شو، په پایله کې یو درملتون د جواز نشتون له امله وتړل شو او ۴ قلمه له نېټې تېر درمل او ۵۲ بیلره خوراکي مواد راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګدام ته ولېږدول شول.