د خوړو او درملو معينيت د سندونو د تحلیل او فعالیتونو د تنظیم ریاست د همغږۍ میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
Thu, Jun 11 2026 1:00 PM
moph

دا غونډه د سندونو د تحلیل او فعالیتونو د تنظیم رئیس، مولوي محمد موسی فایق په مشرۍ د دې ریاست د آمرينو، مشاورينو او کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه، چې موخه یې د سپارل شویو چارو د پرمختګ ارزونه، د لاسته راوړنو څېړنه، د بېلابېلو کاري برخو د ستونزو او ننګونو اورېدل او د کارکوونکو او مسئولینو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کول وو.

په دې غونډه کې ښاغلي فایق د ژمنتیا تر څنګ د مسئولیت‌ منلو او اداري نظم پر اهمیت ټینګار وکړ او له کارکوونکو یې وغوښتل، چې خپلې سپارل شوې دندې په غوره ډول ترسره کړي.

 نوموړي همدارنګه د اسلامي او اداري اصولو پر مراعت، له همکارانو او مراجعینو سره پر نیک او له درناوي ډک چلند، د همکارۍ د روحیې پر ساتلو او د خدمت کولو فرهنګ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

سربېره پر دې، د سندونو د تحلیل او فعالیتونو د تنظیم رئیس د اداري سلسله مراتبو مراعتول، د وظیفوي تداخل مخنیوی، د دندو د لایحو اړوند د چارو ترسره کول، د کاري بهیرونو چټکتیا او د کره او پر وخت راپورونو وړاندې کول د بریالیتوب او کاري اغېزمنتیا مهم عوامل وبلل او له ټولو کارکوونکو يې وغوښتل، چې د خوړو او درملو معینیت د موخو تحقق لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي.

دغه راز په دې غونډه کې ګډونوالو د خپلو کاري برخو اړوند نظرونه، وړاندیزونه، ستونزې او ننګونې شریکې کړې او د چارو د ښه والي او اداري همغږۍ د پیاوړتیا لپاره د مناسبو حل‌ لارو په اړه بحث او خبرې تر سره شوې.

Latest news

Mon, Jul 27 2026 3:50 PM
Background image

MoPH Holds Coordination Meeting to Strengthen Joint Monitoring Procedures

A coordination meeting was held under the leadership of Mufti Abdul Qudus Hashimi, Director General of Monitoring and Inspection of the Ministry of Public Health, to strengthen joint. . .

Mon, Jul 27 2026 2:05 PM
Background image

Twenty Health Facilities in Helmand Receive Solar-Powered Vaccine Refrigerators

Twenty health facilities in Helmand Province have received standard solar-powered refrigerators for the safe storage of vaccines, valued at AFN 9.5 million.

The refrigerators were. . .

Mon, Jul 27 2026 2:00 PM
Background image

The Firosha Health Center has been constructed in Uruzgan Province at a cost of $380,000 and officially inaugurated to provide healthcare services

The inauguration ceremony was attended by Minister of Public Health Mawlawi Noor Jalal Jalali and his accompanying delegation, Uruzgan Governor Mawlawi Abdul Rahman Kunduzi, tribal. . .

BACK TO NEWS