عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره له AHDS سره تړون لاسلیک کړ
د عامې روغتیا وزارت له لوري په ارزګان، نيمرزو، کندهار او هلمند ولایتونو کې د روغتيايي ځالو له لارې د مېندوارۍ روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Afghan Health Development and Services-AHDS مؤسسې سره د (۳۱۰۲۸۸۷) درې میلیونه، یو سل دوه زره، اته سوه اووه اتیا ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو
دا تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۸۵ روغتيايي ځالو له لارې د یادو ولایتونو (۳۷۲۹۹۹) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۶۲۶) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.
بل لور، د AHDS مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
