روغتيايي ستونزو او اړتياوو ته په وخت رسېدنه
د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت د هېواد روغتيايي ستونزو او اړتياوو ته په وخت رسېدنې په موخه د روغتیا سکتور پراختیا لپاره لاندې موارد د خپلو اساسي لومړیتوبونو په توګه ټاكلي دي:
• د روغتيايي زيربناوو پراختیا او کیفیت لوړول
* د روغتيايي خدمتونو پراخول او د روغتيايي مرکزونو تجهیز
* د روغتيايي کارکوونکو ظرفیت لوړونه
* د درملو او غذايي محصولاتو د کیفیت ښه والی
* د سرچینو متوازن تخصیص او عادلانه وېش په ځانګړي ډول لرې پرتو او محرومو سيمو ته
* د ساري ناروغیو د خپرېدو مخنیوی
* د تخصصي روزنې پروګرامونو معياري کول
* لابراتوارونو ته اعتبار ورکول
* د هېواد په کچه د کورنیو او رواني مشورو مرکزونو جوړول