د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده اتلسمه فقره
که د امارتي ادارو مسئولين، كاركوونكي او نور ټول هغه اشخاص چې په يو ډول امارتي ادارو سره تړاو ولري او په قاچاق کې له قاچاق كوونكي سره مرسته او يا لارښوونه وکړي، له اثباتيه دلايلو موندلو وروسته له وظيفو څخه منفک او د قاچاق کوونکي په سزاګانو محكومېږي.
