په زابل کې د وقایوي تغذیې خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له CHA مؤسسې سره هوکړهلیک لاسلیک شو
د عامې روغتیا وزارت له لوري په زابل ولایت کې د وقایوي تغذیې خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Coordination of Humanitarian Assistance-CHA مؤسسې سره د (۳۴۸۵۰۸۹۵) څلور دېرش میلیونه اته سوه پنځوس زره اته سوه پنځه نوي افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسليک شو
دا هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۴۷ روغتیايي مرکزونو او ۳۴۸ روغتیايي پوستو له لارې د یاد ولایت (۱۶۸۵۷۳) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۶) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.
بل لور، د CHA مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
