د غور ولایت په ۸ روغتیايي مرکزونو کې د لمریزې برېښنا سیسټمونو د نصب چارې پیل شوې
یادې چارې د ۴۰۶ زره امریکايي ډالره په ارزښت د غور عامې روغتیا ریاست په همغږۍ او همکارۍ د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په مالي ملاتړ پیل شوې، چې د برېښنا د تولید ظرفیت یې د هر روغتیايي مرکز د اړتیا له مخې له ۳۰ څخه تر ۷۰ کیلوواټو پورې دی.
د غور عامې روغتیا ریاست مسؤلینو د یادې پروژې هرکلی وکړ، د UNDP دفتر ملاتړ یې د روغتیايي بنسټونو پیاوړتیا او د دوامدارې انرژۍ برابرولو برخه کې مهم وباله او د همکارو بنسټونو د همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.
