د عامې روغتيا وزارت د روغتيا عمومي ستراتيژۍ په تړاو د ناروغيو کنټرول او مخنيوي لوی ریاست مسؤلینو تر منځ معلوماتي ناسته ترسره شوه
په دې ناسته کې چې د عامې روغتيا وزارت د ناروغيو کنټرول او مخنيوي لوی رئیس، ډاکټر حيدر خان حيدر، اړوند رئیسانو، امرينو او تخنيکي همکارانو ګډون کړی و، د روغتيا عمومي ستراتيژۍ د ښه تطبيق لپاره د لازمو پلانونو او ستراتيژيک پلان د جوړولو په اړه بحث او خبرې وشوې.
دغه راز، په ياده ناسته کې د وقايوي او عامه تغذيې خدماتو پياوړتيا، د ساري ناروغيو مخنيوي لپاره د لازمو تدابيرو چمتو کولو، لرې پرتو سيمو ته د خدماتو رسولو، په ټولنه کې د نظافت او حفظ الصحې مراعاتولو لپاره د اغېزمنو اقداماتو ترسره کولو، د عامه پوهاوي پروګرامونو او واکسیناسیون خدماتو پياوړتيا او پراختيا او د ناروغيو کنټرول او مخنيوي برخه کې د کارکوونکو روزنې او ظرفيت لوړونې په اړه هم معلومات وړاندې او بحث ترسره شو.
د ناستې ګډونوالو خوښي څرګنده کړه، چې د لومړي ځل لپاره د روغتيا عمومي ستراتيژي په خپله د افغانانو له لوري جوړه شوې، چې د ټولنې ټولې ستونزې او اړتیاوې په کې په نښه شوي دي او د تطبيق لپاره به يې عملي ګامونه پورته کړي.
