د عامې روغتيا وزارت د روغتيا عمومي ستراتيژۍ په تړاو د ناروغيو کنټرول او مخنيوي لوی ریاست مسؤلینو تر منځ معلوماتي ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۴:۳۹
moph

په دې ناسته کې چې د عامې روغتيا وزارت د ناروغيو کنټرول او مخنيوي لوی رئیس، ډاکټر حيدر خان حيدر، اړوند رئیسانو، امرينو او تخنيکي همکارانو ګډون کړی و، د روغتيا عمومي ستراتيژۍ د ښه تطبيق لپاره د لازمو پلانونو او ستراتيژيک پلان د جوړولو په اړه بحث او خبرې وشوې.

دغه راز، په ياده ناسته کې د وقايوي او عامه تغذيې خدماتو پياوړتيا، د ساري ناروغيو‌ مخنيوي لپاره د لازمو تدابيرو چمتو کولو، لرې پرتو سيمو ته د خدماتو رسولو، په ټولنه کې د نظافت او حفظ الصحې مراعاتولو لپاره د اغېزمنو اقداماتو ترسره کولو، د عامه پوهاوي پروګرامونو او واکسیناسیون خدماتو پياوړتيا او پراختيا او د ناروغيو کنټرول او مخنيوي برخه کې د کارکوونکو روزنې او ظرفيت لوړونې په اړه هم معلومات وړاندې او بحث ترسره شو.

د ناستې ګډونوالو خوښي څرګنده کړه، چې د لومړي ځل لپاره د روغتيا عمومي ستراتيژي په خپله د افغانانو له لوري جوړه شوې، چې د ټولنې ټولې ستونزې او اړتیاوې په کې په نښه شوي دي او د تطبيق لپاره به يې عملي ګامونه پورته کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

د مرکز او ولایتونو ۱۵۰ تنو د سنتي طبابت طبيبانو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د سنتي طبابت د چارو تنظیم ریاست په نوښت او د روغتیا نړیوال سازمان په مالي ملاتړ په مرکز کابل ښار کې د مرکز او ولایتونو ۱۵۰ تنو د سنتي طبابت طبيبانو ته روزنیز ورکشاپ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۱۹
Background image

د پلخمري ښار په بېلابېلو سیمو کې له یو شمېر درملیزو او خوراکي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د بغلان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت ټیم د پلخمري ښار له ۳۳ خوراکي او درملیزو تأسیساتو څخه نظارت وکړ.

 د دې نظارت پایله کې ۵۱ قلمه له نېټې تېر او بې کيفيته خوراکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۱۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او WVI مؤسسې ترمنځ په هرات ولایت کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ۱۵۳ زره ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري هرات ولایت کې د رواني او لومړنیو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه له World Vision International-WVI مؤسسې سره د (۱۵۳۰۰۰) یو سل درې پنځوس زره ډالرو په. . .

BACK TO NEWS