د نس ناستي ناروغي!
نس ناستی په ماشومانو کې یوه عامه روغتیايي ستونزه ده؛ خو د مناسبې پاملرنې او پر وخت درملنې له لارې د ناوړه پایلو مخه نیول کېدای شي.
د ماشومانو د نس ناستي پر مهال لاندې سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړئ:
- ماشوم ته د اوبو کموالي د مخنیوي لپاره د روغتیايي کارکوونکي د سپارښتنې له مخې د او آر ایس (ORS) محلول ورکړئ.
- د مور شیدې ورکول مه بندوئ او تر څنګ یې ماشوم ته د عمر سره سم خواړه ورکړئ.
- د زینک د استعمال په اړه د روغتیايي کارکوونکي مشوره واخلئ.
- که ماشوم ډېر بېحاله وي، اوبه ونه شي څښلی، سترګې یې ژورې شوې وي، په غایطه موادو کې یې وینه موجوده وي او یا د اوبو د کمښت نښې ولري، ژر تر ژره روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړئ.
- په خپل سر انټيبیوټیک یا نور درمل مه ورکوئ.
د ماشوم د نس ناستې پر مهال تر ټولو مهم کار: د اوبو د کمښت مخنیوی او پر وخت روغتیايي پاملرنه ده.
د عامې روغتیا وزارت
د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست!
