د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند (د جنسي ناروغیو ایډز هیپاټیټ او ملاریا د پروګرامونو لپاره د تشخیصیه تستونو  Quantitative Dengue RDTs  standard G6PD analyzer  چمتو کول او تدارک پروژه د ۱۴۰۵  مالي کال لپاره) چې د پېژندنې شمېره یې  (MOPH/1405/NCB/G-2376) ده.

(استر لینکس ) شرکت ته تړون ورکړي، یاد شرکت(0101-9588) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (کارت نو دوهم سرک اتمه ناحیه مرکز  کابل ) کې دی. چې د تړون بیه (9,457,610) نهه میلیونه څلور سوه اووه پنځوس زره شپږ‌‌ سوه لس  افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې خپلې نیوکې په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر پنځو کاري ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند  د اجناسو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

Mon, Jul 13 2026 1:36 PM
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د کندهار ولایت میرویس  ۳۵۰ بستریز سیمه ییز روغتون رغولو پروژه چې د (MOPH/1405/NCB/W-1764) ګڼې . . .

Back to tenders