د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ شپږویشتمه غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
Mon, Oct 12 2026 2:52 PM
MOPH

دا غونډه د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي په مشرۍ د دې وزارت د مرستیالانو او مرکزي رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د عامې روغتيا وزير بېلاروس او روسیې هېوادونو ته د خپل ترسره کړي سفر په اړه د بورډ له غړو سره معلومات شريک کړل.

سربېره پر دې له غيردولتي نړيوالو سازمانونو سره د هوکړه ليکونو،‌ د ستوماتولوژي څانګې زده کړيالانو او له جواز پرته د ډاکټرانو د فعاليتونو مخنيوي، ډاکټرانو او نورو روغتيايي کارکوونکو ته د فعالیت جواز ورکولو پړاوونو د اسانتیا، د عامه تغذيې موجوده حالت، لاسته راوړنو او شته ستونزو په اړه پريزنټيشنونه وړاندې او بحثونه ترسره شول.

د عامې روغتيا وزیر بېلاروس او روسیې ته د خپل سفر په اړه وويل، چې هلته يې د بېلاروس او روسيې له چارواکو سره د بېلابېلو ناستو ترڅنګ له روغتونونو، پولي کلينيکونو، پوهنتون او د درملو توليدي فابريکو څخه هم ليدنې ترسره کړې او د يادو هېوادونو مسؤلینو په يو شمېر برخو کې د همکاريو او ګډ کار لپاره چمتووالی او لېوالتیا هم ووښوده‌.

همدارنګه، د عامې روغتيا وزير د خصوصي روغتيايي سکتور د اصلاح لپاره پر جدي او لازمو اقداماتو ټينګار وکړ او هم يې په دولتي روغتونونو کې د ستونزو حل، اصلاحاتو راوستو او ورته د اړینو درملو او طبي ملزمې د رسونې په اړه اړوندو مسؤلینو ته اړينې سپارښتنې وکړې.

همداراز، په ياده غونډه کې د عامې روغتیا وزارت مرستیالانو او مرکزي رئیسانو د مطرح شویو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک او ډاډ یې ورکړ، چې د خپلو مسؤلیتونو په برخه کې به لازم اقدامات ترسره کړي.

Latest news

Mon, Oct 12 2026 3:30 PM
Background image

Training Workshop for 150 Herbalists Begins in Kabul

A training workshop for 150 herbalists from Kabul and the provinces has commenced in Kabul at the initiative of the Ministry of Public Health’s Directorate of Traditional Medicine. . .

Mon, Oct 12 2026 3:23 PM
Background image

Pharmaceutical and Food Facilities Inspected in Pul-e-Khumri

The Monitoring and Inspection Team of the Baghlan Provincial Public Health Directorate inspected 33 pharmaceutical and food facilities in various parts of Pul-e-Khumri city.

During. . .

Mon, Oct 12 2026 3:18 PM
Background image

Ministry of Public Health Signs $153,000 MoU with WVI to Provide Healthcare Services in Herat

The Ministry of Public Health signed a 10-month Memorandum of Understanding (MoU) worth $153,000 with World Vision International (WVI) to provide mental health and primary healthcare. . .

BACK TO NEWS