د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس د سرپل له والي سره ولیدل
د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني د یوه تخنیکي پلاوي په ملتیا سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي، قاري بختیار معاذ سره لیدنه وکړه
په دې لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو وضعیت، د خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالی او شته ستونزې و ارزول شوې.
د سرپل والي د روغتیايي چارو د ښه والي په برخه کې د عامې روغتیا وزارت هڅې وستايلې او د همکاریو ډاډ یې ورکړ.
همدارنګه، د روغتیايي خدمتونو د کیفیت او شفافیت د لا ښه والي، د شته ستونزو د ګډ حل او خلکو ته د روغتیايي خدمتونو د اسانتیاوو برابرولو په اړه بحث او خبرې وشوې.
