د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال خوست ولایت ته سفر وکړ او د روغتیايي مرکزونو فعالیتونه یې وارزول

rasooli_admin
Thu, Nov 12 2026 8:52 AM
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له ولایتي روغتون او یو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه لیدنې وکړې

په دې سفر کې ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د خوست ولایت د عامې روغتیا رئیس په ملتیا له ولایتي روغتون، د غرشین روغتیايي فرعي مرکز، د میدان روغتیايي فرعي مرکز، د اسماعیل‌خېلو روغتیايي جامع مرکز او د نادرشاه کوټ روغتیايي جامع مرکز څخه لیدنې وکړې.

د یاد سفر موخه د روغتیايي مرکزونو له فعالیتونو څخه څارنه او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر له نږدې ارزونه وه؛ څو د تخنیکي پلاوي په همکارۍ شته ستونزې وپېژندل شي او د حل لپاره یې لازم اقدامات وشي.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د لیدنې پر مهال د روغتون بېلابېلې څانګې او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر وکوت او د شته ستونزو د حل په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

Latest news

Thu, Nov 12 2026 10:14 AM
Background image

Foundation Stone Laid for AFN 58 Million General Hospital in Baghlan

The Minister of Pblic Health of the Islamic Emirate of Afghanistan, H.E. Mawlawi Noor Jalal Jalali, and his accompanying delegation laid the foundation stone for a new general hospital. . .

Thu, Nov 12 2026 9:05 AM
Background image

The Second “Health Afghanistan” Domestic and International Exhibition Opens

The five-day Second “Health Afghanistan” Domestic and International Exhibition was inaugurated by the Ministry of Public Health of the Islamic Emirate of Afghanistan.

The opening. . .

Wed, Nov 11 2026 2:36 PM
Background image

A 30-Bed Hospital Inaugurated in Jalga District of Baghlan Province

H.E. Minister of Public Health, Mawlawi Noor Jalal Jalali, inaugurated a 30-bed hospital in Jalga District of Baghlan Province during his official visit to the province.

The. . .

BACK TO NEWS