د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډمهالو اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د عامې روغتیا وزارت اړوند (د نیمروز ولایت د روږدو درملنې ۱۰۰۰ بستریز روغتون اړوند د ۳۰ قلمه تجهیزاتو او طبي ماشین‌آلاتو د چمتو کولو او تدارک پروژه، ۱۴۰۵ مالي کال) تړون، چې د پېژندنې شمېره یې (MOPH/1405/NCB/G-2714) ده، د (آریا نړیوال) شرکت ته ورکړي.

یاد شرکت د (0101-19104) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (خیرخانه، دویمه حصه، مرکز کابل) دی، چې د تړون بیه یې (1,074,240) یو میلیون، څلور اویا زره، دوه سوه څلوېښت افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو د هر ډول نیوکو په صورت کې، هغوی کولای شي خپلې نیوکې په لیکلې بڼه، د لاملونو په ذکر کولو سره، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا څلورلارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.