د محمد علي جناح فوق تخصصي روغتون کې د آکسیجن د تولید فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

Panah_moph
Sun, Nov 29 2020 7:13 PM
د محمد علي جناح فوق تخصصي روغتون کې د آکسیجن د تولید فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني، په افغانستان کې د پاکستان سفیر ښاغلي منصور احمد خان او د پارلمان یو شمېر وکیلانو په شتون کې نن د یوې ناستې په ترڅ کې د محمد علي جناح روغتون کې د آکسیجن تولید کارخانه پرانیسته او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه فابریکه د محمد علي جناح 300 بستریز روغتون ته په ورته وخت کې د اکسیجن تولید او رسولو سربیره، په یو ساعت کې د 50 دانې آکسیجن بالونونو تولید ظرفیت لري، چې په 24 ساعتونو کې به 1200 دانې اکسیجن بالونه تولید کړي او د هیواد نورو روغتونونو ته چې اکسیجن ته اړتیا لري ولېږدوي.

د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني، په دې ناسته کې چې په همدې پار جوړه شوې وه وویل: " زه د افغانستان د خلکو په استازیتوب، د محمد علي جناح روغتون کې د اکسیجن د تولید فابریکې جوړولو او د روغتیا نورو بېلابېلو برخو کې د پاکستان هېواد حکومت او خلکو د مرستې له امله مننه کوم او هیله لرم چې دغه مرستې دوام ومومي.

د عامې روغتیا وزارت نوماند د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: "زموږ لید لوری دا دی چې د محمد علي جناح روغتون باید کمپلکس روغتون ته لوړ شي، چېرې چې د موجوده وارډونو چې فعالیت لري سربېره نور وارډونه لکه جراحي، نسایي ولادي، داخله او ماشومان، ارتوپیدي او د سرطان ناروغانو درملنې څانګې چې په دې کې به تر درملنې او پاملرنې لاندې نیول کېږي شاملې دي، تر څو وکولای شو خلکو په ځانګړي ډول د کابل لویدیځ ته بشپړ روغتیایي خدمتونه وړاندې کړو.

دغه راز ډاکټر عثماني په هیواد کې د کرونا ویروس دوهمې څپې د خپرېدو په اړه وویل: د عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د دوهمې څپې سره د مبارزې په پار د هیواد په مرکز او ولایتونو کې لازم روغتیایي تدابیر نیولي دي، هغه پر عامو خلکو هم غږ وکړ چې د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې د ماسک اغوستلو، ټولنیز واټن په پام کې نیول، له غونډو او ګڼې ګوڼې ډه ډه کول، لاسونه په اوبو او صابون مینځلو سرد عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.

سربېره پردې، د عامې روغتیا نوماند وزیر د کرونا ویروس د ناروغانو تشخیص ظرفیت لوړ ول، د هېواد په روغتونونو کې د بسترونه زیاتول، په ولایتونو کې د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوارونو زیاتول او په نږدې راتلونکي کې د نایب امین الله خان لوګري روغتون کې د اکسیجن فابریکې د رامینځته کولو څخه خبر ورکړ.

د محمد علي جناح فوق تخصصي روغتون کې د آکسیجن د تولید فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

له بلې خوا، په افغانستان کې د پاکستان سفیر ښاغلي منصور احمد خان په دې ناسته کې وویل: افغانستان او پاکستان دوه ورونه هېوادونه دي او له پخوا راهیسې دوی په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي ډول د روغتیا په برخه کې ډېرې همکارۍ لري او زه خوښ یم چې نن د محمد علي جناح روغتون د اکسیجن د تولید فابریکې د پرانیستې په مراسمو کې یم.

ښاغلي منصور د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: د پاکستان هېواد چمتو دی چې د کابل محمد علي جناح، نشتر د ننګرهار او نایب امین الله خان لوګري روغتونونو سربیره، د عامې روغتیا وزارت سره د روغتیایي کار کونکو په روزنه، په محمد علي جناح روغتون کې د سرطان درملنې څانګې جوړولو، د کرونا ویروس د تشخیصیه کېټونو لېږلو او د ناروغانو لپاره د ویزې په ترلاسه کولو کې همکارۍ وکړي.

د یادونې وړ ده چې د محمد علي جناح روغتون پایوازخونه چې د آیت الله العظمي طباطبایي حکیم په مالي مرسته جوړه شوې وه پرانیسته او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

Latest news

Wed, Nov 27 2024 9:21 AM
Background image

Comprehensive Inspections in Zabul, Paktika and Jawzjan Province

In Zabul, Paktika, and Jawzjan provinces, comprehensive inspections carried out by the Departments of Food and Medicine led to the identification and confiscation of 97 expired and. . .

Mon, Nov 25 2024 12:22 PM
Background image

Public Health Directorate of Paktia Trains 16 Health Officials on DHIS2 System in Collaboration with Global Fund

In collaboration with the Global Fund, the Public Health Directorate of Paktia delivered a three-day training on the effective use of the DHIS2 national application to 16 health. . .

Tue, Nov 19 2024 2:42 PM
Background image

The Spokesperson and Director of Public Relations for the Ministry of Public Convenes a Coordination Meeting with Representatives of Media

Dr. Sharafat Zaman Amar Khil, the spokesperson and director of public relations for the Ministry of Public Health, presided over a high-level coordination meeting with media. . .

BACK TO NEWS