په ولایتونو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د ښه کولو په پار ناسته ترسره شوه
د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان جوړونې معین ډاکټر بشیر نورمل، د مالي او اداري معینیت سرپرست ډاکټر عبدالقدیر قدیر، نن د ویډیو کنفرانس له لارې د یوې ناستې په ترڅ کې د هرات، فراه او بادغیس ولایتونو د روغتیایي مسؤلینو سره د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د ښه کولو او په هېواد کې د کورونا ویروس دویمې څپې پر وړاندې د مبارزې په پار خبرې وکړې.
په دې ناسته کې لومړی، د هرات د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالحکیم تمنا، ګډونوالو ته د کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې او په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او د وزارت له رهبرۍ څخه د دوی د ستونزو د حل غوښتونکی شو.
سربېره پردې، د هرات د عامې روغتیا رئیس د فراه او بادغیس ولایتونو په استازیتوب ګډونوالو سره خبرې وکړې او هغه پرمختګونه او ستونزې چې دوی ورسره مخ دي د عامې روغتیا وزارت له رهبري سره شریکې کړې.
د عامې روغتیا وزارت مرستیالانو، د روغتیایي مسؤلینو کاري راپورونو تر اورېد وروسته لارښوونه وکړه، چې د روغتیایي خدمتونو پلي کونکو مؤسسو له رئیسانو سره چې په مرکز او ولایتونو کې د اجناسو او ټولو طبي اړتیاوؤ چمتو کول په غاړه لري ناسته وشي، تر څو د ولایتونو د کاري ستونزو په اړه راپور ورکړي.
له بلې خوا، د کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې تخنیکي کمېټو مسؤلینو د کمېټو د پرمختګونو او ستونزو په اړه له ګډونوالو سره خبرې وکړې او د دوی د کار د لا ښه والي لپاره لازمې لارښوونې ورکړل شوې.