د عامې روغتیا وزارت سرپرست د معلولینو انجمن د مدني ټولنې له استازو سره وکتل
د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح د معلولینو د مدني ټولنې له استازو او د شهیدانو وارثینو سره په خپل دفتر کې وکتل.
په دې ناسته کې، د معلولینو د مدني ټولنې استازو د روغتیایي وضعیت ته لاسرسی، د عامې روغتیا وزارت په بېلابېلو برخو کې د دندې ورکول او له هېواد نه بهر د درملنې په پار د دوی د ځینې کسانو د استلو برخه کې د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه څخه د مرستې غوښتونکي شول.
د عامې روغتیا سرپرست د معلولینو د مدني ټولنې د استازو او د شهیدانو وارثینو وړاندیزونو ته د غوږ نیولو پرمهال ژمنه وکړه، چې د عامې روغتیا وزارت رهبري به په هېواد دننه او بهر د معلولینو روغتیایي وضعیت، د عامې روغتیا وزارت په مربوطاتو کې د دوی ګمارل او د معلولینو د تثبیت په برخه کې د اسانتیاوؤ د رامینځته کولو په پار د شهدأ او معلولینو وزارت سره لا همغږي او ډېر کارونه ترسره کړي دي.
له بلې خوا د معلولینو د مدني ټولنې استازو او د شهیدانو وارثینو د عامې روغتیا وزارت سرپرست ته په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو د ښه والي په خاطر د ښه خدمتونو په وړاندې کولو سره ستاینلیک ډالۍ کړ.