د عامې روغتیا وزارت سرپرست د کندهار ولایت له والي سره وکتل
شنبه، وری ١٤٠٠/٢٩
د هېواد د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، د نن ورځې په پای کې د کندهار له والي ښاغلي روح الله خانزاده سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، دواړو لورو د کندهار ولایت د عمومي روغتیایي وضعیت، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د ښه کولو د څرنګوالي په پار د هر اړخیزه همکارۍ او په دې ولایت کې د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو د پلي کوونکې مؤسسې د ننګونو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو پر ښه والي ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د کندهار والي څخه د بشپړې همکارۍ غوښتنه وکړه.
هغه همدارنګه په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د پلي کوونکې مؤسسې ننګونو د اورېدو سربېره، د مؤسسې له مسؤل څخه وغوښتل چې د وزارت له لورې د ټاکل شوي معیارونو سره سم خپلې دندې ترسره کړي.
په ورته وخت کې د کندهار والي ښاغلي روح الله خانزاده، د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په ښه والي کې پر خپلې بشپړې همکارۍ ټینګار وکړ او په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د پلي کوونکې مؤسسې د فعالیتونو د څارنې په برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې ډاکتر مجروح، کندهار ولایت ته د خپل دوه ورځني سفر په جریان کې، په نیمه شپه کې د ارغندآب، سپین بولدک، تخته پُل او دامان ولسوالیو له روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه وکړه او د روغتیایي کار کوونکو کړنې یې په دې مرکزونو کې له نږدې وارزولې.