د قابلو نړیواله ورځ ونمانځل شوه
سه شنبه، غویی۲۸/۱۴۰۰
د عامې روغتیا وزارت نن د قابلو نړیواله ورځ " د اسنادو پر بنسټ په قابلو باندې پانګونه وکړئ" تر شعار لاندې ونمانځله.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، د قابلو نړیوالې ورځ په پار مبارکي وویله او د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په پرمختګ کې یې د دوی رول مهم وباله.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست زیاته کړه: هغه ولایتي سفرونه مې چې د هېواد لېرې پرتو ولسواليو په نیمه شپه کې مې درلودل د قابلو او نرسانو کړنې له نږدې وڅېړلې چې واقعأ د دوی هڅې د ستاینې وړ دي.
ډاکتر مجروح، همدارنګه د قابلو پرملاتړ باندې ټینګار وکړاو زیاته یې کړه: موږ هڅه کوو چې د قابلو د ظرفیت لوړولو لپاره د زده کړې زمینه برابره کړو او د قابله ګي امریت ریاست ته ارتقأ ورکړو.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د هغو قابلو په اړه چې خلکو ته د خدمت په لاره کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی په نېکي سره یادونه وکړه او وې ویل ټاکل شوې ده چې د دشت برچي پنځوس بستریز روغتون د قابلې مریم په نامه چې تېر کال یې په دې روغتون کې خپل ژوند له لاسه ورکړ ونومول شي.
هغه دغه راز وویل: چې له ناروغ سره د روغتیایي کار کوونکو ښه چلند په ځانګړي توګه د قابله ګانو یو له اصلي دندو څخه دی، چې دا کار نه یواځې د ناروغ د رضایت سبب بلکې د روغتیا په سکتور او ډاکتر باندې د خلکو باور د زیاتېدو سبب هم کېږي.
په ورته وخت کې، د هېواد د قابلو او نرسانو اتحادیې رئیس ښاغلي ویس محمد قرني د قابلو د نړیوالې ورځ په پار مبارکي وویله او د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه، د ټولو روغتیایي کارکوونکو په ځانګړي ډول د قابلو له ملاتړ څخه مننه وکړه.
دا مهال په ټول هېواد کې۳۴ زره قابله ګانې شتون لري، چې له دې جملې څخه ۶ زره تنه یې د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي.