د عامې روغتیا وزارت د پراختیایي پروژو له مسؤولینو سره ناسته و شوه

Panah_moph
Wed, Jul 07 2021 1:18 PM
د عامې روغتیا وزارت د پراختیایي پروژو له مسؤولینو سره ناسته و شوه

چهارشنبه، چنګاښ ۱۶/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیالې ډاکتر وږمه سالمي، په یوه ناسته کې د پراختیايي پروژو له استازو سره د عامې روغتیا وزارت پراختیایي پروژو کې د شاملو کار کوونکو د معاشونو د تادیه کولو په هکله لیدنه او خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې، مالي او اداري مرستیالې له مسؤولینو څخه وغوښتل ترڅو د هغه کارکوونکو ټول معاشونه چې له پراختیایي پروژو څخه یې ترلاسه کوي د يوې اونۍ په ترڅ کې دې تادیه کړي او په دې برخه کې هېڅ ډول ځنډ د منلو وړ نه دی.

ډاکتر سالمي، همدارنګه د پروژو له مسؤولینو وغوښتل چې د خپلو ادارو حکمي کار کوونکي دې د آزادې سیالۍ ترسره کېدو پورې د وزارت مقام ته پیشنهاد کړي، ترڅو د نوي کسانو تر ګمارنې پورې په دغه بستونو کې دوی له خپلو مالي حقوقو څخه برخمن شي.

د دې ناستې په دوام، مالي او اداري مرستیالې، د ادارو د راپور ورکولو، د قراردادونو اجرا کول چې قانوني ستونزې نه لري، د افرادو د وظیفوي تداخل مخنیوئ، د دندو د لایحو بیا کتنه چې نوې جوړېږي او همدارنګه د ۴۵ ورځو په ترڅ کې د ټولو پراختیایي کار کوونکو د ګمارنې پروسې د ترسره کولو په اړه له ګډونوالو سره خبرې او په دې برخه کې یې لازمې لارښوونې وکړې.

له بلې خوا، ګډونوالو د خپلو ادارو کاري پروسې د ښه والي په پار د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیالې سره خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل او د لا زیاتو همکاریو ژمنه یې وکړه.

Latest news

Tue, Jul 02 2024 1:34 PM
Background image

Deputy Minister of Health Services meet with the officials of Abu Ali Sina Balkhi Regional Hospital

The Deputy Minister of Health Services at the Ministry of Public Health, Mawlawi Abdul Wali Haqqani, visited Balkh province and met with the officials and medical personnel of the Abu. . .

Mon, Jul 01 2024 11:32 AM
Background image

Opening of two Projects in Kunduz provincial Hospital, the construction of a diagnostic laboratory and a diagnostic laboratory

Honorable Mawlawi Abdul Wali Haqqani, Deputy Minister of Health Services at the Ministry of Public Health, during his visit to Kunduz province, inaugurated and put into service a. . .

Sat, Jun 29 2024 2:09 PM
Background image

Minister of Public Health Meets with the Governor of Nimruz Province

Minister of Public Health, Mawlawi Noor Jalal Jalali, held a meeting in his office with the Governor of Nimruz, Sheikh Muhammad Qasim Khalid, to address existing health issues and the. . .

BACK TO NEWS